
لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ
١ دَ دے خبرو نه پس عيسىٰ پورته وکتل اَؤ وئے وئيل، ”پلاره! وخت راغے، خپل زوى له جلال ورکړه دَ دے دَ پاره چه ستا زوئے تا له جلال درکړى. ٢ ځکه چه تا هغۀ له په ټولو بنى آدمو اِختيار ورکړے دے چه هغه ټولو له تل عُمرى ژوندُون ورکړى چه ورته تا حواله کړى دى. ٣ دا تل عُمرى ژوندون دے چه تا وپيژنى چه تۀ يواځے رښتينے خُدائے يئے اَؤ عيسىٰ مسيح چه تا را استولے دے. ٤ ما په هغه کار پُوره کولو ستا جلال په دے دُنيا کښے څرګند کړو، کُوم چه تا ما ته حواله کړے وو. ٥ اَؤ اَئے پلاره! اوس تۀ ما ته په خپل حضُور کښے جلال راکړه، هغه جلال کُوم چه ما تا سره دَ دُنيا دَ پيدايښت نه اول لرلو.
قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.
کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ

Dari Bible
As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org
Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org