
لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ
١٤ اَؤ اَئے زما ورُوڼو! زما په خپله هم ستاسو په حقله دا يقين دے چه تاسو په خپله هم په نيکئ معمُور اَؤ په معرفت پُوره يئ اَؤ بل ته ښوونه هم کولے شئ. ١٥ نو ما هم په بعضے ځايُونو کښے زيات په زړه ورتيا دَ دے دريادولو په طور دَ دے دَ پاره دا تاسو ته وليکل چه دَ خُدائے دَ طرف نه ١٦ زَۀ غير يهُوديانو ته دَ عيسىٰ مسيح دَ خادم کيدو په توفيق نمانځلے شوے يم، چه زَۀ دِ دَ خُدائے دَ زيرى خدمت لکه دَ يو کاهن ترسره کړم، دَ دے دَ پاره چه غير يهُوديان دَ نذرانے په طور په رُوحُ القُدس مُقدس شى اَؤ مقبُول شى. ١٧ نو ځکه زَۀ دَ هغه خدمت په سبب چه په عيسىٰ مسيح کښے دَ خُدائے دَ خاطره کوم، فخر کوم. ١٨ ځکه چه زَۀ دَ هغه خبرو کولو جُرات کوم چه مسيح زما په وسيله کړے دى چه زَۀ غير يهُوديان دَ خُدائے تابع کړم. مسيح نۀ يواځے قول اَؤ فعل ١٩ بلکه په نخښو اَؤ مُعجزو، يعنے دَ رُوحُ القُدس په قُدرت وکړلے، تر دے چه ما دَ بيتُ المُقدس نه راواخله چار چاپيره دَ اِلريکوم پورے دَ مسيح زيرے پُوره پُوره خور کړے دے. ٢٠ اَؤ دغه زما آرزو ده چه چرته چه دَ مسيح نُوم نۀ دے آؤريدلے شوے، هلته دا زيرے ورسوم، دَ دے دَ پاره چه دَ بل په بُنياد آبادى ونۀ کړم. ٢١ بلکه څنګه چه ليکلى شوى دى، هم هغسے دِ وشى چه:
”چا ته چه دَ هغۀ خبر نۀ دے رسيدلے،
هغوئ به ووينى،
اَؤ چا چه دَ هغۀ په حقله نۀ دى آؤريدلى،
هغوئ به پوهه شى.“
٢٢ دَ دے دَ پاره زَۀ تاسو ته دَ بيا بيا راتلو نه ايسار وم. ٢٣ خو اوس په هغه ملکُونو کښے زما حاجت نِشته اَؤ دَ ډيرو کالُونو راسے تاسو له دَ راتلو آرزُومند وم.
قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.
کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ

Dari Bible
As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org
Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org