
لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ
٣٥ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”زَۀ دَ ژوندون ډوډئ يم. څوک چه ما له راځى هغه به هيڅکله نۀ وږے کيږى اَؤ څوک چه په ما ايمان راؤړى هغه به هيڅکله نۀ تږى کيږى. ٣٦ خو څنګه چه ما ووئيل چه تاسو زَۀ ليدلے يم خو ايمان راباندے نۀ راؤړئ. ٣٧ هر څۀ چه زما پلار ما ته راکوى هغه به ما له راځى اَؤ څوک چه ما له راځى هغه به زَۀ هيڅ کله ونۀ شړم. ٣٨ زَۀ دَ آسمان نه دَ خپلے رضا کولو دَ پاره نۀ يم راکُوز شوے بلکه دَ هغۀ دَ رضا دَ پاره چا چه زَۀ را استولے يم. ٣٩ دا دَ هغۀ رضا ده چه هغۀ چه ما ته هر څۀ راکړى دى دَ هغے نه يو هم ورک نۀ کړم خو هغه ټول په آخرى ورځ راپورته کړم. ٤٠ ځکه چه دا زما دَ پلار مرضى ده چه هر هغه څوک چه زوئے ووينى اَؤ په هغۀ ايمان راؤړى، هغه دے دَ تل ژوندُون خاوند شى، اَؤ زَۀ به ئے په آخرى ورځ بيا پاڅوم.“
٤١ په دے باندے يهوديان وګُوريدل ځکه چه هغۀ ووئيل چه ”زَۀ هغه دَ آسمان نه راکُوزه شوے ډوډئ يم.“ ٤٢ هغوئ ووئيل، ”په رښتيا چه دَئے خو دَ يُوسف زوئے عيسىٰ دے چه مُونږ دَ دَۀ مور اَؤ پلار پيژنُو، نو بيا څنګه دَئے وئيلے شى چه زَۀ دَ آسمان نه راکُوز شوے يم؟“
٤٣ نو بيا عيسىٰ جواب ورکړو چه ”په خپلو کښے مه ګُوريږئ ٤٤ ځکه چه ما ته يو داسے سړے نۀ شى راتلے کُوم چه پلار چه زَۀ ئے راليږلے يم ما ته رانۀ کاږى، اَؤ زَۀ به هغه په آخرى ورځ راپورته کړم. ٤٥ اَؤ دا دَ نبيانو په صحيفو کښے ليک دى. ”اَؤ هغوئ به خُدائے پوهه کړى.“ هر هغه څوک چه دَ پلار آؤرى اَؤ زده کړى هغه ما ته راځى.
قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.
کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ

Dari Bible
As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org
Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org