موندل

دويم سبق

د دعا طاقت

مرقوس ١١: ٢٠-٢٥

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

٢٠ بله ورځ سحر وختى چه هغوئ په لاره تيريدل نو هغوئ وليدل چه هغه دَ اينځر ونه له بيخ نه وچه شوے ده. ٢١ اَؤ پطروس هغه خبره راياده کړه څۀ چه تيره شوے وه اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل، ”اُستاذه! ګوره دَ اينځر کُومے ونے ته چه تا لعنت کړے وو هغه وچه شوے ده.“

٢٢ عيسىٰ ورته جواب ورکړو چه ”په خُدائے ايمان لرئ. ٢٣ زَۀ تاسو ته دا وايم چه که څوک دے غر ته ووائى چه دَ خپله ځايه پورته شه اَؤ په درياب کښے وغورزيږه، اَؤ په زړۀ کښے ئے شک نۀ وى اَؤ ايمان لرى، نو هر څۀ چه وائى هغه به دَ هغۀ دَ پاره وشى. ٢٤ ځکه زَۀ تاسو ته وايم چه دَ هر څۀ دَ پاره چه تاسو دُعا يا سوال کوئ نو په دے يقين ولرئ چه دا تاسو حاصل کړو، نو ستاسو به شى. ٢٥ اَؤ هر کله چه تاسو دُعا ته ودريږئ نو که ستاسو په زړۀ کښے دَ چا خلاف خبرے وى، نو هغه معاف کړئ، دَ دے دَ پاره چه ستاسو آسمانى پلار ستاسو قصُورونه هم معاف کړى.

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org