موندل

ړومبے سبق

دَ آخرت فکر سره ژوند تيرول

مکاشفه ٧: ٩-١٢

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

٩ اَؤ له دے نه پس ما دَ خلقو لويه ګڼه وليده چه بيشماره وه، دا دَ ټولو قومُونو، ټولو خيلُونو اَؤ دَ مُختلفو ژبو دَ ويُونکو خلقو جمع دَ تخت اَؤ دَ ګډُورى دَ وړاندے ولاړه وه. اَؤ هغوئ سپينے جامے آغُوستے وے اَؤ دَ کجُورو څانګے ئے په لاسُونو کښے نيولے وے. ١٠ اَؤ په زوره ئے دا چغے وهلے چه ”خلاصُون زمُونږ دَ خُدائے دے چه په تخت ناست دے، اَؤ دَ ګډُورى.“ ١١ اَؤ دَ تخت نه چاپيره چه څومره فرښتے ولاړے وے اَؤ مشران اَؤ څلور حيوانان اَؤ ټولے فرښتے دَ تخت په وړاندے پړمخے پريوتل اَؤ دَ خُدائے عبادت ئے وکړو ١٢ چه چغے ئے وهلے چه ”آمين! برکت، لوئى، حِکمت، شکر ګذارى، عزت، قُدرت اَؤ زور دِ تل تر تله زمُونږ دَ خُدائے وى! آمين.“

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org