
لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ
٢٤ په دولسو مُريدانو کښے يو توما چه برغونے هم بللے شى دَ نورو سره هغه وخت هلته موجُود نۀ وو چه عيسىٰ راغے. ٢٥ نو مُريدانو هغۀ ته حال ووے چه مُونږ مالِک ليدلے دے. هغۀ ووئيل چه ”تر څو چه ما دَ هغۀ په لاس دَ ميخُونو سُورے ليدلے نۀ وى، اَؤ خپلے ګوتے مے پرے نۀ وى لګولے په کُوم ځائے کښے چه ميخُونه ټک وهلى شوى وُو اَؤ خپل لاسُونه دَ هغۀ په پوښتئ ونۀ لګوم نو زَۀ به دا يقين ونۀ کړم.“
٢٦ يوه هفته پس دَ هغۀ مُريدان بيا په کوټه کښے ناست وُو اَؤ توما ورسره موجُود وو. سره دَ دے چه دروازے بندے وے نو عيسىٰ ورغے دَ هغوئ په مينځ کښے ودريدو اَؤ وئے وئيل، ”په تاسو دِے سلامتيا وى“ ٢٧ بيا ئے توما ته ووئيل، ”خپلے ګوتے دلته کيږده اَؤ زما لاسُونه ووينه اَؤ خپل لاس وړاندے کړه اَؤ زما په پوښتئ ئے ولګوه اَؤ نور شک مه کوه خو يقين وکړه.“ ٢٨ توما ووئيل، ”زما مالِکه اَؤ زما خُدايه!“
٢٩ عيسىٰ ووئيل، ”په دے چه تا زَۀ وليدم نو ايمان دِ راؤړو. بختور دى هغوئ چه زَۀ ئے نۀ يم ليدلے خو ايمان راؤړى.“
قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.
کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ

Dari Bible
As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org
Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org