موندل

شپږم سبق

په عيسى مسيح کښې پاتې شئ

يوحنا ١٥: ١-١٢

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

١ حقيقى بُوټے دَ انګور زَۀ يم اَؤ زما پلار باغوان دے. ٢ هره شنډه څانګه هغه پريکوى اَؤ هره ميوه نيوونکے څانګه پاکوى دَ دے دَ پاره چه هغه نوره زياته ميوه ونيسى. ٣ تاسو دَ مخکښے نه په هغه خبره چه ما تاسو ته کړے ده، پاک کړى شوى يئ. ٤ په ما کښے اوسئ لکه زَۀ چه په تاسو کښے اوسم. يوه څانګه هم دَ خپله ځانه ميوه نۀ شى نيولے، تر څو چه هغه دَ انګُور دَ بُوټى سره پاتے نۀ وى. تاسو هم تر هغے ميوه نۀ شئ نيولے تر څو چه تاسو په ما کښے نۀ اوسئ.

٥ زَۀ دَ انګور بُوټے يم اَؤ تاسو زما څانګے يئ. څوک چه په ما کښے اوسى لکه زَۀ چه په هغۀ کښے، نو هغه به ډيره ميوه نيسى، ځکه چه زما نه بغير تاسو هيڅ نۀ شئ کولے. ٦ هغه څوک چه په ما کښے نۀ اوسى هغه به لکه وچه شوے څانګه ګُذار کړے شى، اَؤ وُچے څانګے به يو ځائے راټولے کړى شى اَؤ په اور کښے به واچولے شى اَؤ وبه سوزولى شى. ٧ که تاسو په ما کښے اوسئ اَؤ زما خبرے په تاسو کښے اوسى نو چه تاسو څۀ غواړئ دَ هغے خواهش کوئ اَؤ زَۀ به ئے درکوم. ٨ دغه شان زما دَ پلار جلال په دے ښکاره کيږى چه تاسو ښۀ ډيره ميوه ونيسئ اَؤ زما مُريدان ښکاره شئ. ٩ لکه چه پلار ما سره مينه کړے ده دغه شان زَۀ تاسو سره مينه کوم. زما په مينه کښے اوسئ. ١٠ که چرے تاسو زما په حُکمونو عمل کوئ نو تاسو به زما په مينه کښے اوسئ داسے لکه چه ما دَ خپل پلار په حُکمُونو عمل کړے دے اَؤ دَ هغۀ په مينه کښے اوسم.

١١ دا ما تاسو ته وئيلى دى دَ دے دَ پاره چه زما خوشحالى دِ په تاسو کښے وى اَؤ ستاسو خوشحالى دِ پُوره شى. ١٢ دا زما حُکم دے، دَ يو بل سره مينه کوئ لکه چه ما تاسو سره مينه کړے ده.

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org