موندل

اتم سبق

لاړ شئ اؤ مريدان جوړ کړئ

متى ٢٨: ١٨-٢٠

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

١٦ يوولس مُريدان دَ ګليل هغه غر ته روان شول چه عيسىٰ ورسره دَ ليدو دَ پاره مقرر کړے وو. ١٧ کله چه هغوئ هغه وليدو نو ورته په سجده شول مګر ځنے شکمن وُو. ١٨ بيا عيسىٰ ورغے اَؤ خبرے ئے ورسره وکړے اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”دَ آسمان اَؤ دَ مزکے ټول واک ما ته راکړے شوے دے. ١٩ ځکه تاسو په مزکه خوارۀ شئ اَؤ ټول قومُونه زما مُريدان کړئ اَؤ دَ پلار، دَ زوئے اَؤ دَ رُوحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ. ٢٠ اَؤ دا تعليم ورکوئ چه په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چه ما تاسو ته حُکم کړے دے. اَؤ دا يقين لرئ چه زَۀ به تل تاسو سره يم، تر آخره وخته پورے.“

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org