
لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ
١٥ که تاسو زما سره مينه کوئ نو زما په حُکمُونو عمل کوئ. ١٦ اَؤ زَۀ به پلار ته خواست وکړم چه تاسو ته بل مددګار درکړى څوک چه به تاسو سره مُدام وى، ١٧ اَؤ هغه به دَ حق رُوح وى، دُنيا هغه نۀ شى قبلولے ځکه چه دُنيا نۀ خو هغه وينى اَؤ نۀ ئے پيژنى خو تاسو ئے پيژنئ ځکه چه هغه تاسو سره اوسى اَؤ په تاسو کښے وى.
١٨ زَۀ به تاسو يتيمان نۀ پريږدم، زَۀ تاسو ته بيرته راځم. ١٩ لږ ساعت پس به دُنيا بيا ما نۀ وينى خو تاسو به مے وينئ. ځکه چه زَۀ ژوندے يم نو تاسو به هم ژوندى يئ. ٢٠ بيا به تاسو پوهه شئ چه زَۀ په خپل پلار کښے يم اَؤ تاسو په ما کښے يئ اَؤ زَۀ په تاسو کښے يم.
٢١ دَ هر چا سره چه زما حُکمُونه دى اَؤ په هغو عمل کوى نو دا هغه دى چه ما سره مينه کوى. هر څوک چه ماسره مينه کوى زما پلار به ور سره مينه وکړى اَؤ زَۀ به دَ هغۀ سره مينه وکړم اَؤ خپل ځان به ورته څرګند کړم.
قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.
کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ

Dari Bible
As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org
Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org