موندل

څلورم سبق

نوے حکم

يوحنا ١٣: ٣١-٣٥

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

٣١ کله چه يهوداه اسکريوتى بهر لاړو نو عيسىٰ ووئيل، ”اوس اِبن آدم خپل جلال ومُوندلو اَؤ په هغۀ کښے دَ خُدائے جلال څرګند شو. ٣٢ خُدائے به په هغۀ کښے خپل جلال ښکاره کړى اَؤ زر به ئے ورکوى. ٣٣ زما بچو! زَۀ به دَ لږ وخت دَ پاره تاسو سره يم بيا به تاسو ما لټوئ، اَؤ لکه چه ما يهوديانو ته ووئيل، دغسے تاسو ته اوس وايم، چرته چه زَۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے. ٣٤ زَۀ تاسو ته نوے حُکم درکوم. دَ يو بل سره مينه کوئ، لکه چه ما تاسو سره مينه کړے ده دغه شان تاسو هم دَ يو بل سره مينه کوئ. ٣٥ که تاسو دَ يو بل سره مينه کوئ نو بيا به ټول په دے پوهه شئ چه تاسو زما مُريدان يئ.“

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org