
لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ
٢٤ رښتيا رښتيا زَۀ تاسو ته وايم چه دَ غنمو يوه دانه تر هغے يکه يوه دانه وى تر څو چه هغه په خاؤرو کښے پرے نۀ وزى اَؤ خاؤرے نۀ شى، خو که هغه خاورے شى نو دَ هغے نه ډيرے دانے راوټُوکيږى. ٢٥ هغه سړے چه دَ ځان سره مينه لرى ورک دے، خو هغه څوک چه په دے دُنيا کښے دَ ځان نه نفرت کوى، هغه به دَ تل ژوندُون دَ پاره امانت وساتى. ٢٦ که څوک زما خدمت کوى هغه دِ ماپسے راځى اَؤ چرته چه زَۀ يم هلته به زما خادم هم وى. هر څوک چه زما خدمت کوى هغۀ ته به زما پلار عزت ورکړى.
قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.
کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ

Dari Bible
As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org
Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org