
لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ
١ پس له هغے بيا مالِک نور دوه اويا مُقرر کړل اَؤ هغوئ ئے دوه دوه مُختلفو کلو اَؤ بانډو ته دَ ځان نه وړاندے واستول، کُومو ته چه دَ هغۀ دَ ورتلو اِراده وه. ٢ هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”فصل ډير دے خو مزدُوران کم دى. دَ دے دَ پاره تاسو دَ فصل خاوند ته سوال وکړئ چه دَ خپل فصل دَ پاره مزدُوران راوليږى. ٣ په خپله لاره ځئ اَؤ ګورئ، زَۀ تاسو لکه ګډے دَ شرمخانو په مينځ کښې ليږم. ٤ مه دَ ځان سره پيسے وړئ، نۀ بټوے اَؤ نۀ پيزار. په لاره په هيچا په سلام اَؤ دُعا باندے وخت مه ضائع کوئ. ٥ اَؤ هر کله چه يو کور ته ننوزئ نو تاسو اول داسے ووايئ، په دے کور کښے دِ خير وى! ٦ که چرے هلته يو کس خير خواه وى نو ستاسو سلامتى به دَ هغۀ دَ پاره وى اَؤ که نه، نو هغه به تاسو ته بيرته راشى. ٧ هم په هغه يو کور کښے پاتے شئ اَؤ دَ هغوئ په خوراک څښاک کښے شريک شئ ځکه چه مزدُور دَ مزدُورئ حقدار وى. دَ يو کور نه بل کور ته مه ځئ. ٨ هر کله چه تاسو يوے ښارئے ته ورشئ اَؤ هغوئ تاسو ته هر کلے ووائى نو کُوم خوراک چه تاسو ته کيښودے شى، هغه وخورئ. ٩ هلته رنځُوران روغ کړئ اَؤ ووايئ چه دَ خُدائے بادشاهى ستاسو په سر راغلے ده. ١٠ هر کله چه تاسو يوے ښارئے ته دَ ننه شئ اَؤ هغوئ درته هر کلے ونۀ وائى نو دَ دے کلى بهر کُوڅو ته ووزئ اَؤ ووايئ، ١١ ستاسو دَ ښاريئے دا دُوړه چه زمُونږ په پښو پورے نښتى ده، مُونږ ئے ستاسو خلاف څنډو. خو دا خبره ياده لرئ چه دَ خُدائے بادشاهى رانزدے ده! ١٢ زَۀ تاسو ته دا وايم چه په لويه ورځ به دَ صدُوم حال دَ دغه ښار نه زيات دَ زغملو وى!
قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.
کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ

Dari Bible
As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org
Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org