
لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ
٢٨ بيا دَ شرعے په عالمانو کښے يو کس چه دَ دوئ دا بحث ئے آؤريدو اَؤ پوهه شو چه هغۀ دوئ ته څنګه ښۀ جواب ورکړو، راوړاندے شو. تپوس ئے ترے وکړو، ”کُوم يو حُکم دَ ټولو نه لوئے دے؟“
٢٩ عيسىٰ جواب ورکړو، ”اَول دا دے چه، ”اَئے اِسرائيله واؤره! مالِک زمُونږ خُدائے يو مالِک دے. ٣٠ تۀ دَ مالِک دَ خپل خُدائے سره دَ ټول زړۀ سره، دَ خپل ټول رُوح، دَ خپل ټول عقل اَؤ دَ خپل ټول طاقت سره مينه کوه.“ ٣١ دويم دا دے چه، ”دَ خپل ګاونډى سره لکه دَ ځان مينه کوه.“ دَ دے حُکمونو نه بل لوئے حُکم نشته.“
قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.
کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ

Dari Bible
As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org
Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org