
لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ
٢٦ دَ خوراک په دوران کښے عيسىٰ ډوډئ واخسته اَؤ په شکر ئے ما ته کړه اَؤ مُريدانو ته ئے ورکړه اَؤ وئے وئيل چه ”دا واخلئ اَؤ وئے خورئ، دا زما وجُود دے.“
٢٧ بيا ئے کنډول راواخستو، دَ خُدائے شکر ئے پرے وويستو اَؤ په دے وينا سره ئے هغوئ ته ورکړو چه ”دَ دے نه ټول وڅښئ. ٢٨ ځکه چه دا زما وينه ده چه دَ خُدائے وعده قائموى اَؤ دَ ډيرو خلقو دَ ګُناهونو دَ معافئ دَ پاره توئيږى. ٢٩ زَۀ تاسو ته دا وايم چه زَۀ به بيا تر هغے دَ انګورو اوبۀ ونۀ څښم تر څو چه دَ خپل پلار په بادشاهئ کښے تاسو سره تازه ونۀ څښم.“
٣٠ دَ خُدائے دَ حمد وئيلو نه پس دوئ دَ ښونانو غرۀ ته لاړل.
قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.
کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ

Dari Bible
As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org
Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org